ارګ کې د اجرايه رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ د يوې غونډې په ترڅ کې له افغانستان څخه، د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو، ديرشمه کليزه ونمانځل شوه. اجرائیه رییس په دې غونډه کې د جهاد پر لاسته راوړنو او له افغانستانه د شوروي پوځونو په وتلو خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې د افغانستان د سولې په مسایلو کې باید د هېواد استقلال او لاسته راوړنې خوندي وي. عبدالله ویلي، حاضر دی چې د سولې په خاطر له خپلې څوکۍ تېر شي. غونډې ته د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سولې روانې پروسې او حکومت جوړونې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سولې پروسه باید داسې مدیریت شي چې هېواد وروسته ستون نه شي. له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو۳۰ کاله وروسته افغان چارواکي وايي، افغانستان نن هم د تاریخ په یو حساس پړاو کې دی او د سولې د ټینګښت لپاره د خلکو یووالي ته اړتیا لري.