د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو د کمولو په هکله هراړخیزه څیړنه کوي. د امریکا ملي راډیو چې په کابل کې یې د امریکا د سفارت داخلي یادښتونو ته لاره موندلې ویلي، چې دغه سفارت اوسمهال په نړۍ کې د بل هر سیاسي ماموریت څخه ستر دی. په کابل کې د امریکا سفارت ددغو یادښتونو په هکله څه نه دي ویلي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام ان پي ار ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کابل کې د سفارت د کارکوونکو په کمولو ټینگار کوي. په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو دقیقه شمیره نه ده څرگنده، خو د امریکایانو او محلي کارکوونکو او همدارنګه د قرادادیانو په گډون د هغوی ټولیز شمېر زرگونو تنو ته رسیږي. په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو د کمولو پروگرام په داسې حال کې مطرح شوی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر د کمولو د امکان په هکله هم رپوټونه ورکړل شوي دي. امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پرمختگ څرنگوالي ته په کتلو به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو او یا کمولو په هکله تصمیم ونیسي.