رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په پاکستان کې د څو نښتو په پاېله کې د دغه هېواد شپږ سرتېري او ۲۲ وسلهوال وژل شوي دي. د راپور له مخې دا کسان د افغانستان کرښې ته څېرمه په څو نښتو کې وژل شوي دي. ورته مهال، ټيټيپي ویلي چې جنګیالیو یې د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او د دغه هېواد پوځيان یې وژلي دي. ټيټيپي نه دي ویلي، چې په دغو بریدونو کې یې څو پاکستاني ځواکونه وژلي دي. د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې ټيټيپي او بلوڅ بیلتون غوښتونکي پوځ د پاکستاني پوځيانو پر پوستو بریدونه زیات کړي دي.