په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هرات ولایت ته په سفر کې پر طالبانو د افغان ځواکونو د فشارونو له زیاتوالي خبر ورکړ. دغه امریکايي جنرال وايي تراوسه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د ایستلو لپاره یې هېڅ امر نه دی ترلاسه کړی .مېلر د طالبانو پرخلاف د افغان ځواکونو د عملیاتو د زیاتوالي ستاینه کوي، نوموړي ویلي افغان ځواکونه تر پخوا پياوړي شوي دي. نوموړي ویلي پر وسله والو طالبانو فشارونه باید د سولې د خبرو لپاره لاره هواره کړي. د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان له دې کتنې وروسته ویلي، چې اوس د هېواد د لوېدیځ په څو برخو کې د وسله والو طالبانو پرخلاف عملیات روان دي. که څه هم په دې ناسته کې جنرال مېلر په هرات کې له امنیتي چارواکو سره د هېواد د لوېدیځو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره پر لازیاتو اقداماتو ټینګار وکړ خو په اوسني وخت کې د هېواد لوېدیځې سیمې له هغې ډلې د بادغیس بالامرغاب او د فراه ځینې برخې ناامنې سیمې بلل کېږي.