د ټاکنیزو کمیسیونونو د ۱۲ غړو او رییسانو له ګوښه کېدو او ممنوع الخروج وروسته لویه څارنوالي وايي ددغو کسانو دوسیې تر څېړنو لاندې دي او هڅه کوي څو ژر تر ژره یې څېړنې بشپړې کړي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، همدا چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د ۱۲ غړو پر وړاندې کافي اسناد او شواهد ترلاسه کړي لویه څارنوالي به ډیر ژر د هغوی په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور یو ځل بیا ټینګار کړی، څو سیاسي ګوندونه تر راتلونکو دوو اونیو پورې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره غوره او وړ کسان ور وپېژني. دانش ویلي، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د پېژندنې اوانتخاب لپاره ټول واک سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته ورکړل شوی دی. خو پر ټاکنو څارونکې ادارې ټینګار کوي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړیتوب باید مسلکي او په کار پوه کسانو ته وسپارل شي. ددغو ادارو په اند که یو ځل بیا په ټاکنیزو کمېسیونونو کې غیر مسلکي کسان وګمارل شي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به له درغلیو، سرغړونو او انتخاباتي جرایمو ډکې وي.