ولسمشر محمداشرف غني او د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې فدریکا موګریني سره کتلي. په دې کتنه کې د کابل پروسې د ناستې، د سولې مشورتي لویې جرګې، ټاکنو او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې شوې دي. موګریني ویلي، اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او د سولې پروسې د هوکړې د تطبیق په ټولو پړاوونو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. هغې زیاته کړې، اروپایي ټولنه د ټاکنو په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو ده. ولسمشر غني په دې کتنه کې له افغانستان سره د همکاریو په برخه کې د اروپایي ټولنې د همکاریو او رغنده رول څخه مننه کړې او په سیمه کې د سولې د تامین لپاره یې د دې ټولنې رغنده رول ارزښتمن بللی.