د هرات ولایت د مستوفیت ادارې مسوولین وایي، چې د حکومت او خلکو ترمنځ د باور فضا نه موجودیت ددې سبب شوی، څو خلک پر وخت وخت مالیه ورنه کړي، دوی ټینګار کوي، چې په تېر یوه کال کې یې له ۶ سلنې زیاته مالیه را ټوله کړې ده. ددې ولایت چارواکي وایي، دا اداره هڅه کوي، څو په مساوي ډول مالیه را ټوله کړي. د هرات د مستوفيت مسووله فایقه علیزاده وايي، په هغو ادارو کې، چې عواید یې زیات دي پراخ فساد موجود دی، خو ددې ستونزې د حل ژمنه کوي. د نوموړې په وینا د افغانستان په بندرونو کې فساد موجود دی، او هغه موټر، چې ۱۲۰ ټُنه وزن لري د ۲۵ ټُنه وزن په نامه مالیه ورکوي. هرات له ایران او ترکمنستان سره د ګډې پولې د لرلو له امله له مهمو ولایتونو شمېرل کیږي، او د یادو هېوادونو ډېر توکي د هرات له لارې د افغانستان نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.