د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په نیویارک کې ویلي چې له افغانستان د وتلو اراده نه لري. دده په خبره له افغانستان ددوی وتل به تر پاتې کېدلو په لوړه بیه ورته پرېوځي. د ناټو مشر په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پر روانه مبارزه ټینګار کړی دی او وایي، تر هغه به ددغه ډلو پر وړاندې جګړه کوي چې ختمې شوې نه وي. د ناټو عمومي منشي همدا راز ویلي چې که ددوی ځواکونه له افغانستان وځي نو طالبان به بېرته راګرځي، داعش ډله به خپلې جګړې پراخوي او په دې توګه به په افغانستان او سیمه کې د جګړو او خونړیو پېښو یو بل پړاو پیل شي. ناټو تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغان حکومت او افغانانو سره ولاړ دي او د افغان پوځ ملاتړ ته به ادامه ورکوي.



































