سعودي عربستان اعلان کړی، چې سر له اوسه بهرني پانګوال اجازه لري، چې د دغه هېواد د سرمایه ګذارۍ په بازارونو کې پانګونه وکړي او په مکه او مدینه منوره کې د املاکو خاوندان شي. د سعودي د پلازمینې بازارونو ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې راغلي چې بهرنۍ پانګونه به په هغه شرکتونو کې چې په مکه او مدینه کې ملکیت لري؛د دې شرکتونو له ونډو پورې محدوده وي چې د سعودي پلازمینې بازار کې لیست شوي او د پور وسیلې په ونډو بدلیږي. خبر پاڼه زیاته وي د پور په دې وسایلو کې به بانډونه، د خزانې بیلونه، سوداګریز کاغذ او د زیرمو سندونه شامل وي. د منځني ختیځ تر ټولو لوی اقتصاد او د نړۍ د خامو تېلو تر ټولو لوی صادرونکي په توګه، سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د سیاحت او پانګونې له لارې د خپل اقتصاد د متنوع کولو لپاره د پراخو اصلاحاتو پروګرامونه پیل کړي دي.