اجراییه رییس د انګلستان له لومړۍ وزیرې سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. د اجراییه ریاست فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د ۷۲یمې غونډې په څنډه کې د انګلستان له لومړۍ وزیرې تریزا مې سره کتلي دي. سرچینې د ډېرو معلوماتو له ورکولو پرته ویلي، چې اجراییه رییس له نوموړې سره پر دوه اړخیزو اړیکو بحث کړی دی.



































