د ارواسیا اقتصادي کمیسیون د سودا ګرۍ وزیر اندرئ سلیپنیوف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د سوداګرېزی ټولنې په مشورتي ناسته کې ګډون وکړ.
د ارواسیا اقتصادي کمیسیون د سودا ګرۍ وزیر په دی ناسته کی د وینا په ترڅ کی اطمینان څرګنده کړ چی په نژدی میاشتو کې دغه سند به عملآ په چارو پیل وکړي او ټینګار یی کړ: «تر اوسه پوری د ارواسیا په اقتصادي اتحاد کی هغه کړنلاری بشپړی شوی دی چی د ایران د اسلامي جمهوریت او د ارواسیا اقتصادي اتحاد تر منځ د آزادی سودا ګرۍ په تړاو د هوکړه لیک د نافذیدو لپاره اړینی دی. موږ تمه لرو چی په نژدی وخت کی په ایران کی به دغه کړنلاری هم بشپړی شی.
پر دې سربیره اندرئ سلیپنیوف ټینګار کړ چی د تجارتي او اقتصادي تعامل د ودی د ټول شته پوتنشیال د پوره کولو لپاره نه یوازې اړینه ده چې په نړیواله کچه کی د متقابلو منافعو په مسایلو کی همکاری پراجه شی، ترڅنګ یې اړینه ده ،چې د شریکو هیوادونو د سودا ګریزو کړېو تر منځ د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره هلې ځلې وشی.
هغه له سوداګرو وغوښتل چی د ارواسیا په اقتصادي اتحاد کی د ایران د څارونکی حالت په پام کی نیولو سره د تعامل د جوړیدونکو میکانیزمونو په چوکاټ کی د فعالیت په شمول د هوکړه لیک په پلی کولو کی فعاله برخه واخلی.