(د اغېزناکو خلکو اووه عادتونه) کتاب تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال سټیفن کووي دی او پښتو ژباړه یې میراحمد یاد کړې ده. یاد له دې مخکې پښتو ته د څلوېښتو په شاوخوا کې کتابونه ژباړلي، چې ډېرو یې د اکسوس کتابپلورنځی د کال تر ټولو د زیاتو پلورل شویو کتابونو په ډله کې لومړی ځای خپل کړی دی. د دغه کتاب پښتو بڼه په ۴۱۵ پاڼو کې د بېلابېلو عنوانونو په درلودو سره، نه یوازې په کاري چاپېریال کې د شخصیت جوړونې او اغېزناکۍ لپاره عملي اصول وړاندې کوي، بلکې هغو کسانو ته هم غوره لارې چارې ښيي، چې په شخصي او ټولنیز ژوند کې خپلو نیکو هيلو ته رسېدل غواړي.
دې نړۍ ته راتګ په هیلو پورې تړلی دی، که یو څوک هیلې ونه لري، مانا دا چې ژوند نه پېژني. ځینې خلک له خپلو هیلو خبر دي او ورته د رسېدو لپاره هڅې کوي، ځینې خو یې بیخي حس کولای هم نه شي، هغوی چې نه یې شي حس کولای پر خپل ځای پرېږده، هغوی چې هیلې یې پېژني او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅې کوي هم، ډېر کله له ډېرو هڅو سره سره موخو ته نه شي رسېدای. کېدای شي وپوښتی چې ولې؟
پوهېږی، هغو کسانو یا خپلې موخې سمې نه دي پېژندلې او یا یې ورته د رسېدو لاره سمه نه ده ټاکلې. دا معقوله به مو اورېدلې وي، چې وايي، تر کارکوونکي کارفرما ډېر مهم دی. رښتیا هم چې همداسې ده. موږ کارفرما د انګېزې په نوم پېژنو، کله چې د یو کار په اړه سمه انګېزه ونه لرو، هېڅ ممکنه نه ده چې سم یې سرته ورسوو.
ځینې خلک په دې تمه وي چې ګوندې نور یې د خونې دروازه ور وټکوي، خو په یاد لری چې دا چاره هېڅکله ممکنه نه ده او نه نور خلک دومره وزګار دي، چې ستاسې غم وخوري. خو دا کتاب ستاسې غم خوري او ستاسې د خونې دروازه ټکوي او دروازې ته له راغلو فرصتونو مو خبروي.
سټيفن کووي په همدغه کتاب درته اووه هغه عادتونه ښودلي چې که په سم ډول یې عملي کړی، له تاسې بیخي یو بېل او نورو ته یو الګو انسان جوړوي. په ډېر کار او سخت زحمت ایستو درته توصیه نه کوي، بلکې په لږ خو دقیق کار درته ډېر ټینګار کوي. د کار کولو یا موخو ته د رسېدو پر لار مو بیا بیا کتنې ته ور بولي او وايي چې د یو کار سرته رسولو لپاره له داسې لارو استفاده وکړئ، چې په کم وخت کې ښه پایله په لاس درکړي.
ډېر به مو لیدلي وي چې له اړتیا پرته پر نورو ډېره تکیه کوي، د نورو خوښي یې د زړه هیله او ارمان وي، ځان ته د نورو لخوا د عزت ورکولو لیونی وي، دوی فکر کوي چې همدا د ژوند مانا ده او همدا د ژوند خوښي ده، خو اصل کې داسې نه ده. دا کتاب درته وايي، تاسې یوازې هغه وخت د خلکو لخوا د احترام وړ ګرځېدلی شی، چې خپلو موخو ته ورسېږی، خپل کارونه په ښه ډول ترسره کړی، وايي د خپلو کارونو په اړه د نورو خبرو پسې مه ګرځئ، بلکې د کار په ښه کیفیت او خپلو هیلو ته په وار وار په ورنږدې کېدو او تر ټولو ژورو غوټو وهلو ته مو هڅوي.
په ټوله کې دغه کتاب د شخصي بریا، له نورو پر ځان د زیات باور، ښې انګېزې په درلودو او له خپلې ټولې انرژۍ په سمې ګټې اخیستنې تاسې یوه ښه لاره ښيي.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.
سلام علیکم محترما
که ایمیل ته یی را ولیږی موږ به ترې استفاده وکړو زه به یی ښکته کړم نو منندوی به مو شم