د نیمروز چارواکي د کمال خان بند د درېیمې برخې د کانکرېټ اچولو د پيل خبر ورکوي او وايي، دغه اقدام د لومړۍ او دویمې برخې خاورینو دېوالونو تر پای ته رسېدو وروسته پیل شوی دی. د نیمروز والي ډاکټر سید ولي سلطان ویلي، د کمال خان بند د درېیمې برخې کانکرېټ نهه میاشتې وخت نیسي چې له ۹۰ زره متره مکعب ډېر کانکرېټ به په کې وکارول شي. نوموړي، د کمال خان بند یوه مهمه حکومتي پروژه وبلله چې په جوړېدو به یې په نیمروز کې تر ۱۷۴ زره هکتاره ډېره ځمکه په منظم ډول اوبه کېږي او نیمروز به په یوه کرنیزه سیمه بدل کړي. د والي په خبره، د کمال خان بند د امنیت ساتنې لپاره د پولیسو لویه قطعه هم په دنده ګومارل شوې ده.



































