د ارجنټاین په باهیا بلانکا ښار کې له ورښتونو وروسته د سېلابونو له امله ۱۶ تنه مړه شوي دي. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور لهمخې د یاد هېواد د ژغورنې ډلې د لسګونو ورک شویو کسانو په لټون بوختې دي او شاوخوا ۱۵ سوه کسان یې له دې ښار څخه ایستلي دي. یادو ایستل شویو کسانو کې د یوه ځایي روغتون ناروغان هم شامل دي.