د راپورونو له مخې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې که روسیه د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره مخالفت وکړي، د امریکا له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي. د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، زېلېنسکي پرون د مارچ پر ۱۲مه په کییف کې له خبریالانو سره په خبرو کې ټينګار کړی چې که روسیه د اوربند وړاندیز رد کړي، امریکا به پرې بندیزونو ته زور ورکړي. په سعودي عربستان کې د اوکرایني او امریکايي چارواکو ترمنځ له مذاکراتو وروسته کییف له مسکو سره د واشنګټن د ۳۰ ورځني اوربند هوکړه منلې، چې وروسته به روسیې ته هم وړاندې شي. تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې تړاو به د مسکو غبرګون څه وي.