د ناټو ملکي استازی وایي چې په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت اوس ښه موقع برابره شوې ده. په افغانستان کې د ناټو لوړ پوړی ملکي استازی کورنیلیوس زمرمن وایي، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کار روان دی او په دې هڅو کې د افغان حکومت ونډه ډېره مهمه ده. زمرمن د افغان سولې لپاره د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې دي. نوموړي ویلي، چې امریکايي لوری د بهرنیو ځواکونو د وتلو په سر هوکړه نه، بلکې د سولې لپاره کار کوي. زمرمن له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د طالبانو نه حاضرېدل، یو بن بست بولي. په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي د ماموریت دوره پاې ته رسېدلې او پرځاي یې برېټانوی ډېپلومات نېکولاس ټاکل شوی دی.