طالبانو ویلي، چې ملا برادر د سفر د اسنادو د نشتوالي له کبله د راروانې دوشنبې په ورځ له امریکايي پلاوي سره د خبرو لپاره قطر ته سفر نشي کولی. د طالبانو یو مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر نوی مشر ملا عبدالغني برادر د سفر د اسنادو او د طالب مشرانو ترمنځ د نا حل شویو مسایلو له امله قطر ته نشي تلی. ټاکل شوې ده چې امریکایي او طالب استازي راتلونکې اونۍ په قطر کې بیا د سولې مذاکرات پیل کړي. څه موده مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې پاکستان د هغه په غوښتنه ملا برادر له بنده ازاد کړ. طالبانو هغه په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.