کرنې وزارت وايي، په دبۍ ښار کې د افغان سوداګرو او نړیوالو پانګوالو ترمنځ د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو تړونونه لاسلیک شوي دي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، چې دا تړونونه په یوه نړیوال نندارتون کې لاسلیک شول. نوموړی وايي، په دې نندارتون کې د څه باندې ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په تېره د وچې مېوې، اینځرو او زعفران او د طبي نباتاتو د خرڅلاو تړونونه د افغان او بهرنیو پانګوالو ترمنځ لاسلیک شوي دي. د کرنې وزارت چارواکي وايي، د دبۍ په نندارتون کې د وچې مېوې او زعفرانو په ګډون، د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته ایښودل شوي وو. دا پنځه ورځنی نندارتون د تېرې پنجشنبې پای ته ورسېد.