د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او د یاد هېواد د ولسمشر له سلاکار ابراهیم کالین سره لیدلي. د ترکي رسنیو د راپور له مخې، خلیلزاد او کالین په خپله لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د روانو هڅو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې ترکیه له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او اوس مهال په دې برخه کې کار کوي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له بهیر سره څنګه مرسته وکړي. ټاکل شوې چې خلیلزاد به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته له روانېدو مخکې بلجیم، جرمني او افغانستان ته هم سفرونه وکړي.