وروستيو ورښتونو په هرات ولايت کې لسګونه کورونه تخريب کړي دي. د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې د هرات په څلورو ولسواليو کې ٩٥ کورونه په بشپړ ډول تخريب شوي دي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې سېلابونه په نورو ولايتونو کې هم خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي دي. دې وزارت ویلي، چې ورښتونو په هرات، فراه، بدخشان، نورستان او نورو ولايتونو کې خلکو ته تلفات هم اوښتي دي. په دغو پېښو کې د مړو شویو کسانو د دقيق شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.