د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وايي، د معلوماتو د خوندیتوب او پر بهرنیو مرستو د تکيې راکمېدو په هدف يې د دغې شورا د کارمندانو د بهرنیو ادارو لخوا د معاشاتو ورکول بند کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د بهرنیو ادارو لخوا د امنیت شورا کارمندانو ته د معاشونو ورکول د امنیت او د معلوماتو د خوندیتوب له پلوه دوی ته یو ګواښ و چې دوی دغه معاشونه وربندل کړل. محب ویلي چې هېڅ یو هېواد په بهرنیو مرستو باندې نه دی جوړ شوی او پر بهرنیو مرستو د اړتیا را کمېدو لپاره، پهکار ده چې افغانان له خپلو موجوده امکاناتو څخه د هېواد جوړولو لپاره کار واخلي. نوموړي دغه څرګندونې د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو له ځوانانو سره د لیدنې پرمهال کړي دي. محب په دغه لیدنه کې د سولې خبرو ته په اشارې ویلي، چې دغه ابتکار باید د افغانانو په لاس کې وي.