د افغانستان او اروپا تر منځ د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره هوایي دهلیز پرانیستل شو. د دغه دهلیز د پرانیستې په لومړۍ ورځ، ایټالیا او پولنډ ته ۱۲ ټنه قرقل، درې ټنه انګور او اته ټنه قالینې ولیږدول شوې. د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي، سږ کال د افغانستان په صادراتو کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی چې ستر لامل یې د هوایي دهلیزونو جوړېدل دي. د دغه وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحمیزي ویلي، حکومت له خصوصي سکتور ملاتړ کوي چې له همدې امله نن افغان توکي په بهرنیو بازارونو کې هم پیدا کېږي. د اروپایي اتحادیې د سفیر مرستیال اندرس فیچرهم د افغانستان او اروپا ترمنځ د هوایي دهلیز له پرانیستې هر کلی وکړ او دا یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په ټینګیدو کې مهمه ګام وباله. د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونه بیا وایي، چې تېر کال د افغانستان ۴۷ زره ټنه وچه او تازه میوه د هوايي دهلیزونو پر مټ هند ته صادره شوې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه شمېره به تر دې هم لوړه شي.