د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل. خلیلزاد په دې لیدنه کې ویلي، چې د سولې مذاکراتو د پر مخ بیولو لپاره ټول شموله بین الافغاني خبرو اترو ته اړتیا ده. نوموړي ویلي، چې د سولې پر مخ بیولو لپاره، افغانان باید یو ټول شموله، منسجم او ملي پلاوی جوړ کړي. خلیلزاد ویلي، چې له کابلوف سره یې د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړو د سفر د بندیز په اړه هم خبرې کړې دي.