د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د سولې هر ډول هوكړه بايد د هېواد د سياسي نظام او اساسي قانون په چوكاټ كې وشي. دانش نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، د هېواد سياسي نظام او اساسي قانون د طالبانو د ادعا خلاف له اسلامي ارزښتونو سره په ټكر كې نه دي. نوموړی ټينګار كوي، چې اساسي قانون تعديل ته اړتيا لري، خو په خبره يې، دا تعديل بايد په مناسب وخت كې ترسره شي. هغه زياته كړه، طالبان بايد له شرط پرته له جګړې لاس واخلي، اوربند ومني او د منطقي مذاكراتو له لارې خپلې غوښتنې مطرح كړي. دانش د افغان سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هڅې ستایلي دي. نوموړي ویلي، چې د افغان حكومت له ګډون پرته د سولې هر ډول خبرې به پايلې ونه لري.