طالبان وایي، هر کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، نو د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر به هم په خبرو کې ونډه واخلي. طالبانو ویلي، چې د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي. په قطر کې د طالب او امریکایي استازو د راتلونکې دوشنبې غونډې کره اجنډا لا نه ده څرګنده شوې، خو ویل کېږي چې دواړه لوري به په پخوانیو غونډو کې د راپورته شویو مسایلو په تعقیب خبرې وکړي. بل لور ته د سولې عالي شورا وایي، معلومات یې ښيي چې د غونډې لومړۍ موضوع به د ملګرو ملتونو له تورلسته د یوشمېر لوړپوړو طالب چارواکو د نومونو ایستل وي. د دغې شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد وایي، جوړیدونکې غونډه کې به هم د طالب او امریکایي استازو بحثونه وروستي نه شي. په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د دوحې غونډې په اړه به نن د یوه خبري کنفرانس له لارې خپل دریځ روښانه کړي.