د کابل ـ کندهار د لویې لارې پر سر د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې بند پاتې موټر چلوونکي وايي، که دولت د یادې لارې خلاصولو غم ونه خوري پر دغه لار بند پاتې مسافر به له لوی بشري ناورین سره مخ شي. موټر چلوونکي وايي، چې له تېرو شپږو ورځو په مقر ولسوالۍ کې بند پاتې کسان تر شنه اسمان لاندې په سړې هوا کې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي. له تېرو شپږو ورځو د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکو د اعتراض په ډول د کابل ـ کندهار لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده. دوی غوښتنه کوي چې د مقر ولسوالي دي ولایت شي. پر همدې مهال د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، چې د لارې د بېرته خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، چې دوی د قومي مشرانو او رسمي مراجعو له لارې هڅه کړې چې دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي. نوموړی وايي یو شمېر کړۍ د خپلو شخصي ګټو تر لاسه کولو لپاره خلک هڅوي چې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.