د میدان ورد ګو ولایت ځایي اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د ګډو ځواکونو شپني عملیات او چاپې زیاتې شوې چې له امله یې عام خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. ځایي خلک وایي، په شپنیو عملیاتو کې د طالبانو په نوم عام خلک په نښه کیږي ، د ملکی خلکو کورونه ویجاړیږي چې له امله یې ځینې کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته هم اړ شوي دي. د دې ولایت اوسېدونکي وایي، په ملکي سیمو کې د افغان ځواکونو عملیاتو د خلکو عادي ژوند ور تریخ کړی دی ، تعلیمي او روغتیایي مرکزونه تړلي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي. د وردګو ولایتي چارواکي هم د خلکو ستونزې مني، خو وایي هڅه کوي چې له قومي مشرانو او ځایي خلکو سره په همغږۍ د خلکو ستونزې حل کړي. د میدان وردګو والي وایي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت سم شوی چې ورسره همهاله به د بیا رغونې چارې هم ګړندۍ شي. د ورګو والي وایي، په دې ولایت کې د امنیتی وضعیت د سمون او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره د دې ولایت دری زره کسان چمتو شوي چې خپل امنیت په خپله وساتي.