په میانمار کې د تېرې جمعې ورځې د خونړۍ زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له یو زرو او ۶۰۰ څخه پورته شوی دی. رویټرز راپور ورکړی چې د ریښتر په کچه دغې ۷.۷ درجې زلزلې د میانمار په مانډالې ښار کې تر ټولو زیات زیانونه اړولي چې د ژغورنې هڅې یې هم ټکنۍ کړې دي. د امریکا د ځمک پېژندنې مرکز بیا خبرداری ورکړی چې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر به له لس زرو هم پورته شي.