دغه الوتکې له عدن سمندرګي شمالي عرب سمندرګی او اوس له هغه ځایه د فارس خلیج پر لور په بیړیو کې را لیږدول کیږي او ډېر ژر به په افغانستان کې ځای پرځای شي. دغه یو پیلوټه او له رادار پناه کېدونکې الوتکې د هوايي، دفاع، کشف او برید مختلفې دندې ترسره کوي او تر نورو جیټ الوتکو څو برابره اغیزناکې او چټکې ګنل کیږي. دا لومړی ځل دی چې امریکا په افغانستان کې په خپل جګړه ییز ماموریت کې تر ټولو پرمختللې او له راداره پنا کېدونکې الوتکې کاروي. دغه الوتکې، چې ډېر لږ له تخنیکي ستونزو سره مخ کېدای شي او مصرف او وزن یې هم د نورو جنګي الوتکو په پرتله کم دی، په هر ډول موسمي حالاتو کې د استفادې وړ دي. ددې الوتکې هر ساعت پرواز ۲۴ زره ډالره مصرف غواړي او هر ډول کروز، لایزري او ګڼ نور توغندي لیږدولی شي.