د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان کابینې په یوه ناسته کې پرېکړه کړې چې د ۲۰۱۹ کال تر جون پورې به افغان کډوالو ته د اوسېدو اجازه ورکړي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي چې د پاکستان کابینې دا پرېکړه کړې ده او تر څنګ یې ټینګار کړی، چې د کډوالو د اوسېدو د څرنګوالي په اړه به یوه ستراتيژي هم جوړوي. چوهدري ویلي چې دمګړی ۸۹۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې راجستر شوي دي خو تر څنګ یې د پنځو سوو زرو په شاوخوا کې غیر راجستر کډوال هم هلته اوسېږي. افغان حکومت هم په دې وروستیو کې هڅه پیل کړې چې افغانان خپل هېواد ته راستانه شي خو تر څنګ یې ددې وړتیا نه لري چې دغه کډوالو ته د ښه ژوند کولو زمینې برابرې کړي.