ازبکستان له هند غواړي چې په افغانستان کې د رېل پټلۍ د رغولو په پروژه کې شریک شي. د ازبکستان د حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي چې ازبېک ولسمشر شوکت میرزایف د راتلونکې یکشنبې په ورځ نوي ډهلي ته ځي. هغه به په دغه سفر کې له هندي چارواکو سره د ګڼو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې وکړي. د رسنیو د راپورونو له مخې په دې سفر کې تر ټولو ډېر تمرکز په افغانستان کې د هند او ازبکستان پر ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کېږي. ازبېک چارواکو ویلي چې ولسمشر میرزایف به په دغه لیدنه کې له هندي چارواکو وغواړي څو په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړولو په پروژه کې برخه واخلي. تر دې وړاندې ازبکستان ژمنه کړې، چې د رېل پټلۍ د رغولو له لارې به مزار شریف او هرات ښارونه سره نښلوي او د وخت په تېرېدو به دا پټلۍ تر کابل پورې ورسېږي. ازبېک چارواکو ویلي هند د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي دي نو ځکه ازبکستان ترې غواړي چې په دغه مهمه پروژه کې شریک شي.