د راپورونو له مخې په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د عطاالرحمن سلیم په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی دی. په دغه غونډه کې به دواړه لوري په افغانستان کې د روانې جګړې او ددغه جګړې د ماهیت په اړه بحثونه کوي. دوی به همدا راز ددغه جګړې د ختمولو لپاره پر لارو چارو هم خبرې وکړي. ددغه غونډې توافق د محمود قریشي د سفر پر مهال شوی و. دا غونډه د سولې عالي شورا له غوښتنې او پلان سره سمه ترسره شوې ده. طالبانو بیا تر دې وړاندې ددغه غونډې په اړه خپل غبرګون ښودلی و. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دوی ان ډېری پاکستاني ملایانو ته لیکونه هم استولي وو او ترې غوښتي یې وو، چې په دغه غونډه کې دې ګډون نه کوي.