د ټاکنو د خپلواک کمېسون د رسنیو د کمېټې مشر رفیع رفیق صدیقي وایي، د ولسي جرګې د نوماندانو له ډلې یې ۵۲ کسان د ټاکنیزو سرغړونو له امله جرمانه کړي دي. نوموړي نن خبریالانو ته وویل، چې دغه نوماندان یوازې په کابل کې دي او د ولایتونو په هکله به هم سبا له رسنیو سره خبره شریکه کړي. د هغه په خبره، دا نوماندان د سرغړونې له امله له ۳۰ زرو تر یو لک افغانیو نغدي جریمه شوي دي. نوموړی وايي، چې دا کار یې د رڼو ټاکنو لپاره کړی دی او خپلې هڅې به یې روانې وي. نوموړي پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې د دوی له غوښتنې سره سره یې ځینې نوماندان د کمپاین له وخت مخکې ور غوښتي او سرغړونه یې کړې ده. هغه له رسنو هم وغوښتل چې د ټاکنو نوماندانو ته مساوي وخت ور کړي.



































