افغان او امريکايي سوداګر وايي چې د سولې په راتلو سره به ډېر شمېر بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي. د افغان سوداګرۍ برخه کې د ستونزو او فرصتونو په تړاو په مزارشريف ښار کې کنفرانس جوړ شوی و چې د افغانانو په ګډون امريکايي سوداګرو هم په کې برخه اخيستې وه. په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې په برخه کې د امريکا ملاتړې ادارې مشر جيفري ګريکو وويل چې په افغانستان کې د سولې پروسې په برياليتوب سره به د سوداګرۍ ګراف هم لوړ شي. نوموړي زياته کړه چې دغه اداره هڅه کوي څو افغانستان ته د نړيوالو پانګوالو پاملرنه راجلب کړي. د هغه په وينا، دمګړۍ افغانستان د خپلې سوداګرۍ په برخه کې مهم ګامونه اخلي چې په دوام سره به يې د دغه هېواد تجارتي وضعيت تر ټولو ښه ځای خپل کړي. دغه امريکايي چارواکي وويل چې هڅه يې دا ده څو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له افغان سوداګرو سره په کتنو کې د تجارت او پانګونې په تړاو د ستونزو او فرصتونو په اړه ګډ کار وکړي. په ورته وخت کې د افغان- امريکايي سوداګرۍ خونې اجرائيوي مدير سليمان لطيفي وويل، چې ټاکل شوې ده د روان زېږديز کال په اپرېل مياشت کې په واشنګټن کې د افغان سوداګرۍ په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي.