ټاکل شوې چې د کابل د پروسې په درېیمه غونډه کې چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې جوړېږي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وشي. افغان چارواکي وايي، د کابل پروسې په راتلونکې غونډه کې به چې وخت یې لا نه دی معلوم د سولې د روانو هڅو په اړه بحث وشي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، چې له ۳۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته به د کابل د پروسې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي. نوموړي ویلي، چې په دې غونډه کې به بحثونه د سولې په اړه وي. که څه هم افغان حکومت د دې غونډې مشخصه نېټه نه ده ښودلې، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون په مسکو کې خبریالانو ته ویلي، چې د روسیې حکومت ته د کابل د پروسې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د کابل د پروسې د درېیمې غونډې د جوړېدو لپاره د تیاریو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پنځم پړاو پیل شوی.