وسله والو طالبانو نن سهار د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ښوراب پوځي مرکز برید کړی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک دغه برید تاييد کړی دی. د لومړنيو معلوماتو له مخې ځانمرګي بریدګر د ښوراب پوځی مرکز ته ننوتي او هلته یې برید پيل کړی. یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې د وسلوالو برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې نه ده معلومه. سرچینه زیاتوي چې د ګارنېزون قومندان هم وژل شوی دی. وسلوالو طالبانو هم ویلي، چې د ګارنېزون قومندان سربېره یې ګڼ سرتېري وژلي دي. د هلمند د مطبوعاتو سلاکار زاهد اتل ویلي، چې برید ته په کتو د وسلوالو شمېر ډېر دی. نوموړي ویلي، چې تراوسه درې ځانمرګي او شپږ تنه وسلوال دې برید کې وژل شوي دي. اتل وايي، چې دې برید کې یوازې درې افغان سرتېري وژل شوي دي. په ښوراب پوځي مرکز کي د افغان پوځ ۲۱۵ میوند قول اردو تر څنګ شاوخوا ۲۰۰ امریکایې پوځیان هم دیره دي.
الحمد الله