په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نوماندانو غړیتوب د تشریح بهیر او هغوی ته د رایه ورکولو پروګرام، نن د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په شتون کې په ولسمشرۍ دفتر کې پیل شو. په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نوماندانو غړیتوب بهیر تشریح نن سهار د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په حضور کې پیل او ټاکل شوې چې د نن ورځې ترپایه دوام ومومي. د ټاکنیزو کمېسیونونو څوکیو تر لاسه کولو لپاره نوماندان به د خپلې معرفي ترڅنګ، په کمېسیونونو کې د اصلاحاتو او بدلونونو په تړاو خپل کاري پروګرامونه تشریح کړي. هغه نوملړ چې رسنیو ته په لاس ورغلی پکې راغلي، چې د ټاکنیزو کمېسیونوغړیتوب او د دې کمېسیونونو د دارالانشا مشرانو د ۸۱ نوماندانو له ډلې، څلور يې د دوکتورا، ۲۵ یې د ماستري او ۵۲ نور یې د لیسانس ترکچې زده کړې لري. په یاد نوملړ کې له شاملو ۸۱ کسانو څخه ۱۶ يې ښځې دي، ۶۶ کسان يې د سیاسي ګوندونو او ۱۵ نور يې د مدني بنسټونو له لوري معرفي شوي دي. ټاکل شوې وه چې دا بهېر دوه ورځې وړاندې پیل شي، خو له هېواد څخه بهرته د ځینو نوماندانو د سفر له امله نن ورځې ته وځنډېد.