امریکايي ځواکونه به په یو کال کې له افغانستان څخه وځي، خو طالبان به یې په بدل کې اوربند کوي او له افغان حکومت سره به خبرو ته حاضریږي. سپوږمۍ راډیو ته په قطر دفتر کې باخبره سرچینو ویلي چې له امریکايي ځواکونو سره په دوو ورځنیو خبرو کې امریکا منلې چې له افغانستان څخه به په یوه کال کې خپل ټول ځواکونه وباسي، خو د ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم به طالبان د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو اعلان کوي. سرچینه وايي چې امریکايي استازو ټینګار کاوه چې له دې دوو کارونو پرته به د ځواکونو وتلو ته تیار نه شي او طالبان باید دا دوه شرایط ومني. په قطر دفتر کې ددې سرچینې په وینا چې طالب استازو ددې شرایطو د منلو لپاره له خپلو مشرانو سره مشورې ته اړتیا لرله، نو ځکه په خبرو کې دوې ورځنی ځنډ راغی چې طالب استازي په دې اړه له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي. له دوو ورځنیو مشورو وروسته به سبا بیا خبرې پیل شي او طالبان به امریکايي لوري ته ووايي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په بدل کې اوربند او له افغان حکومت سره خبرې مني او که نه. ټاکل شوې چې سبا د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې بیا پیل شي. د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به دا خبرې دوې ورځې نور هم دوام کوي، خو د غځېدو احتمال یې هم شته.