د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې تېره شپه پر يوه كور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه كې د يوې كورنۍ ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دې پېښه كې د يوې كورنۍ څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي. سرچينې زياته كړه، په وژل شوو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواك هم پېښه تاييدوي، خو په وينا يې، په اړه يې څېړنې روانې دي، ترڅو معلومه شي، چې د هاوان دا مرمۍ د چا لخوا توغول شوې ده. نوموړي وويل، پېښه تلفات لري، خو په تړاو يې كره معلومات نه دي ترلاسه شوي.