د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، که د پاکستان صدراعظم صلاحیت لري او د هندي پیلوټ د خوشې کولو پرېکړه يې کړې وي، نو باید په پاکستان کې ۳۲۰۰۰ بې درکه کسان او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالین هم خوشې او ازاد کړل شي. منظور پښتین داسې مهال د پاکستان له صدراعظم څخه د لادرکه شویو پښتنو د برخلیک معلومولو غوښتنه کړې چې عمران خان ویلي، نیول شوی هندی پیلوټ به بېرته هند ته وسپاري. د پښتنو او بلوڅانو د حقونو غوښتونکو ټولنو په وار وار ویلي چې پاکستان له کلونو راپدېخوا ګڼ پښتانه او بلوڅان د تروریزم په تور لادرکه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په کوټه کې مېشتو بلوڅانو هم هر کال د خپلو لادرکه شوو کسانو په اړه غونډې او اعتراضیه ناستې کړې دي. دوی وايي، په بلوچستان کې له څو کلونو راهیسې خلک له کورونو نه لادرکه کېږي او د زرګونو کسانو مړي په داسې حالت کې پیدا کېږي چې په سختو شکنجو سره وژل شوي وي.