د افغانستان او پاکستان د چارو مبصره شمیله چوهدري وایي د پاکستان د امنیتي ادارو مشران له افغانستان د امریکایي ځواکونو په وتلو خوښ دي. میرمن چوهدري د امریکا په یوه څیړنیز مرکز کې په یو بحث کې ویلي چې د پاکستان امنیتي ادارو د افغانستان لپاره خپله تګلاره نه ده بدله کړې. نوموړې ویلي چې پاکستان غواړي طالبان د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د هغوی ګټې خوندي کړي. شمیله چوهدري وایي پاکستان نه غواړي چې له هرې خوا نه د هند په محصاره کې وي او په همدې خاطر پاکستان په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړي چې د هند په پرتله د پاکستان ګټې پورته وګڼي. د بحث نورو ګډونوالو هم ورته نظر ورکړی او ویلي يې دي چې، د سولې په روانو خبرو کې باید بېړه ونشي.