افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي. عرب نیوز په یوه اوږده مطلب کې د افغانستان د سولې روان مذاکرات ارزولي دي. په مطلب کې راځي چې د افغانستان د سولې مسئله تر بل هر وخت یوې هوکړې ته نږدې شوې ده او په دې سره به افغانان له اوږدو جګړو را ووځي. سرچینه کاږي افغانان له لسیزو راهیسې په جګړو او ویرونو کې ژوند تېروي، نو د سولې تازه هڅو دوی هیله من کړي دي. عرب نیوز لیکي، کېدای شي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لومړنۍ هوکړه، ددایمي سولې لپاره یو رسمي ګام شي. سرچینه وايي د سولې په برخه کې روان مذاکرات او اخیستل شوي ګامونه ځکه قوي دي او هیله ورته شته، چې دغه پروسه له ځان سره نړیوال ملاتړ لري. په مطلب کې راځي، چې د سعودي عربستان په ګډون ټول اسلامي هېوادونه او همدا راز د روسیې، امریکا او چین په ګډون د نړۍ قوي اقتصادي او سیاسي هېوادونه هم له دغو مذاکراتو ملاتړ کوي. عرب نیوز لیکي د سولې په برخه کې په نږدې ورځو کې د یوې هوکړې د رامنځ ته کېدو امکان شته دی او دا به د افغانانو لپاره ښه زېری وي.