د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنا رسونې یوه پروژه بشپړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه. د پکتیا ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا پروژه د ګردېز ښار اړوند سلات بېک، نوي کلي او تاخانخېلو سیمو ته د برېښنا رسولو لپاره طرحه شوې وه، چې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلي شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پروژه کې شپږ ترانسفرمرونه د ۵۲۶ کیلو ولټ امپیره ټولیز ظرفیت سره نصب شوي، او همداراز د ۳۶۴ اوسپنیزو پایو، شبکې غزونې او اړینو تخنیکي تجهیزاتو په مټ عملي شوې ده.




































