د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړونو په پروګرام کې ویلي، چې په تېر یو کال کې په هېواد کې د ۶۹۵ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت یو زر ۹۱۶ پروژې د کورنیو او بهرنیو موسسو له لوري پلي شوې دي. د نظري په خبره، په دې موده کې ۱۴۰ کورنیو او ۶ بهرنیو موسساتو ته د فعالیت جوازونه ورکول شوي، چې له دې سره په هېواد کې د فعاله غیر دولتي موسسو شمېر دوه زره او ۶۴۰ ته رسېدلی دی.




































