دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ټرمپ او نتنیاهو؛ د انسان وژنې د شریکې سناریو دوه مخونه!

جولای 22, 2025
in دریځ
0 0

نړۍ د داسې یو خونړي فصل شاهده ده چې انسانیت پکې د بمونو، لوږې، او ظلمونو تر خاورو لاندې کېږي، او د غزې د مظلومو خلکو آهونه تر آسمانه رسېږي. د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې خپله سیاسي بقا د فلسطیني ماشومانو، ښځو او سپین‌ږیرو په وینو کې لټوي، نور له انسانۍ مرتبې راټیټ شوی، او هغه ته د “انسان” نوم ورکول د انسانیت توهین بلل کېږي.
خو لا ډېر دردناک حقیقت دا دی چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه یوازې د دغو جنایتونو په اړه چوپ ناست نه دی، بلکې عملاً د وحشت د سناریو یو مهم شریک ګرځېدلی. په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری مشرانو له نتنیاهو سره خپل تماسونه پرې کړي، ټرمپ لا هم د هغه ترڅنګ ولاړ دی، د لیدنو، خنداګانو او ملاتړ له وعدو سره.
ټرمپ نه یوازې د اسراییلو د نظامي جنایاتو په وړاندې چوپ پاتې شوی، بلکې له نتنیاهو سره کتنې او سیاسي ملګرتیا یې ښيي چې دی د همدې نسل‌وژنې یوه مهمه برخه ده. دا لیدنې یوازې تشریفاتي ناستې نه دي؛ دا د ماشوم وژنې، د ودانیو کنډواله کولو، او د یوه ملت د له‌منځه وړلو صراحت‌لرونکې تاییدنامه ده.
نتنیاهو چې نن غزه د اور، وینو او دردونو په لمبو کې لړلې، په ښکاره ډول یې د یوه پیاوړي نړیوال ملاټر پر شا تکیه کړې ده؛ او دا ملاتړی بل څوک نه، بلکې د نړۍ د ځواکمن هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی. همدا د ټرمپ سیاست دی، چې نه یوازې د اسراییلو فاشیستي رژیم ته مشروعیت ورکوي، بلکې د نړۍ نورو فاشیستي تمایلاتو ته هم الهام ورکوي.
د غزې هرې ویجاړې شوې ودانۍ، د هر ماشوم څڼې چې له خاورو را ایستل کېږي، او د هرې بمبار شوې کورنۍ درد، د نتنیاهو تر څنګ د ټرمپ پر غاړه هم دی. دا یو ګډ جنایت دی، او تاریخ به دواړه د انسانیت د شرم په تور کتاب کې ثبت کړي.
اوس وخت رارسېدلی چې نړۍ باید له دې دروغجن، دوه‌مخیه عدالت نه راووځي. هغه ملتونه، مشران او سازمانونه چې ځان د بشري حقونو مدافعین بولي، باید دا ومني چې ټرمپ نور د ازادې نړۍ استازی نه، بلکې د یوه فاشیستي رژیم سیاسي ملاتړی دی.
که نړۍ نن هم چوپ پاتې شي، دا چوپتیا به د سبا د نسلونو شرم وي. د غزې خلک یوازې د نتنیاهو قربانیان نه دي، بلکې د ټرمپ د سیاست، د امریکا د بې‌پروايي، او د نړیوالو د وجدان د مړه کیدو نښې هم دي.
نړۍ باید نور د غندلو له تشو کلمو را ووځي او ددغه دوه جنایتکارانو د روانو وحشتونو مخنیوی وکړي .

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In