د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی دی. سرچینې ویلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ او د ترجیحي تعرفې اړوند پر ځینو مهمو موضوعاتو خبرې اترې دي. ټاکل شوې ده چې د دغه سفر په بهیر کې د ترجیحي تعرفې په اړه هوکړهلیک لاسلیک شي چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.




































