د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د خپلو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې تېر کال یې له شرکتونو او پانګوالو سره د کانونو په برخه کې ۱۰ لوی او ۴۲ کوچني تړونونه لاسلیک کړي دي. د یاد وزارت چارواکي دغهراز وایي، ۴۹ شرکتونو ته د کانونو په سکټور کې د کار جوازونه هم ورکړل شوي دي. مسولینو زیاته کړې، چې د ۳۷۸ کاني ساحو او ظواهرو پېژندنه او څېړنه، د ۴۰۰ تخصصي نقشو چمتو کول او د درې زره او ۸۷۵ کاني نمونو تحلیل د دې وزارت د تېر کال مهمې لاستهراوړنې دي.




































