شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د امريکا د لوړو تعرفو پر وړاندې د لای چينګده پڅې خبرې

اگست 5, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

امريکا څو ورځې مخکې د تش په نوم د بالمثل تعرفې تګلارې د تنظيم يو نوملړ خپور کړی، چې له مخې به يې د چين پر تايوان سيمې ۲۰سلنه تعرفې ولګوي. کله چې د تايوان مختلفو ټولنو د امريکا د دغې تګلارې پر احتمالي منفي اغېزو اندېښنې څرګندې کړې، نو د دې سیمې د ”لای چينګده“ ادارې اعلان وکړ، چې دا د امريکا لنډمهالي تنظيمات دي او تايوان به مرحله ييزې لاسته راوړنې ولري.

د تايوان خبري رسنيو  د ”لای چينګده“ ادارې پر ياد اعلان سختې نيوکې کړي او ويلي يې دي، چې دغه اداره تل له امريکا سره يو اړخيز جوړجاړی کوي او کړنې یې تايوان سیمې ته خورا ډېر زيانونه رسوي او تايوانيان يې لوړې بيې پرې کوي.

د روان کال په اپريل کې کله چې امريکا «د بالمثل تعرفې تګلاره» اعلان کړه، نو د نړۍ عمده اقتصادونو يې پر وړاندې سخت مخالفتونه وښودل او د خپلو ګټو لپاره يې دريځونه غوره کړل. د ”لای چينګده“ ادارې په داسې حالت کې هم د تايوان د خلکو ګټې او چارو ساتنه تر غور لاندې نه ده نيولې، بلکې امريکا ته يې خپل سر ټيټ کړی دی. لای چينګده ويلي، تايوان به پر امريکا انتقامي تعرفې ونه لګوي، بلکې نيت یې ښودلی، چې د صفر تعرفې په اړه به ورسره مذاکرات وکړي، په امريکا کې به پراخې پانګونې وکړي او لا زيات توکي به ترې وپېري. د ده په خبره، تايوان او امريکا کولی شي د طلايي زمانې ګډه سمسورتيا یو له بل سره شريکه کړي. د لای چينګده دغه خبره د تايوان ټاپو دننه د خلکو غوسه راپارولې او د مخالفت او احتجاج سبب ګرځېدلی دی.

د ”لای چينګده“ ادارې تل له امريکا سره د تعرفو د خبرو په اړه څه نه دي ويلي، نو عامه افکار پرې شکونه لري او وايي چې دا د تور بکس چلند دی. لای چينګده له تېرو څو مياشتو راهيسې د تايوان دننه د خپلو سياسي دښمنانو د ګوښه کولو هڅې کوي او نه غواړي چې د تعرفې په مسئله کې د تايوان ټاپو د کارګرانو ټولنې سره مخامخ خبرې وکړي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د لای چينګده په سترګو کې يوازې شخصي او سياسي ګټې دي او د تايوان او عامو خلکو ګټې ورته اړينې نه دي.

د تايوان خبري رسنيو په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې پر بهرنۍ سوداګرۍ د تايوان د تکيې کچه له ۵۰ سلنې څخه زياته شوې او د روان کال په لومړۍ نيمه کې يې امريکا ته عمومي صادراتي اندازه ۲۸ سلنه وه. نو د امريکا تعرفې پر تايوان خورا ستره اغېزه لرلی شي. د دې ترڅنګ د روان کال د اپريل له پيل نه د جولای تر پايه د امريکايي ډالر په مقابل کې د تايواني ډالر ارزښت ۱۱سلنه زيات شوی دی. دا چې د امريکايي تعرفې په کچه او د تايوان ډالر په ارزښت کې زياتوالی راغلی، نو د تايوان صادراتي او وارداتي تصدۍ له لویو فشارونو او ستونزو سره مخ شوې دي. د تايوان اړوند شخصيتونه پرې انديښمن دي: که تايوان خپل بازار بيا خلاص کړي او د امريکا د غوا، چرګ، خوګ پر غوښو او د موټرو پر پرزو صفر يا ډېرې ټيټې تعرفې ولګوي، نو د دغې سيمې اړوندې چارې به له بې ساري فشار سره مخ شي.

برسېره پر دې، عامه افکار په دې نظر دي، چې د تايوان سېميکونډکټور توليدي شرکت ممکن اړ شي چې په امريکا کې لا زياتې پانګونې وکړي. دغه راز د لای چينګده په مشرۍ د تايوان د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند ادارې په پيرونکي لېست کې د امريکا پوځي وسلې، طبيعي ګاز او کرنيز محصولات هم شامل دي.

د خبر له مخې، ډونالډ ټرمپ به د ماموريت په دوهمې دورې کې د لومړۍ دورې په پرتله لا زياتې پوځي وسلې او تجهيزات پر تايوان وپلوري. لای چينګده هم ژمنه کړې چې د تايوان دفاعي بوديجه به د ناخالص کورني توليد ۳ سلنې يا لا لوړې کچې ته ورسوي. د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند دايمي تګلارې به د تايوان ډېرې ګټې زيانمنې کړي او تايوانيان به د امريکا د پيسو برابرونکی ماشين وګرځي.

د امريکا په نظر کې تايوان يوازې ښکار دی، چې پخپله خوښه يې په دام کې ګيرولی او ګټې يې ور زيانمنولی شي. د ”لای چينګده“ ادارې په وينا او کاغذ کې د امريکا او تايوان تش په نوم مشارکت يوه خيالي ډرامه ده.

بهرنيو خبري رسنيو خبر ورکړی، چې لای چينګده په اګست کې د لاتيني امريکا سياسي اړيکو لرونکو هېوادونو ته ټاکلی سفر ځنډولی دی. ځکه امريکا پر خپل قلمرو د ده د تېرېدو غوښتنه رد کړې ده.

شنونکي پر دې اند دي، چې اوس سپينې ماڼۍ ته د چين او امريکا د تماس نيولو ساتنه خورا مهمه ده او نه غواړي چې د لای چينګده سفر د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېزه وکړي. دا يې يوه بله بېلګه کېدای شي او د دې ښکارندويي کوي، چې د ”لای چينګده“ اداره په رښتيا هم د امريکا په لاس کې د شطرنج يوه دانه ده.

د ”لای چينګده“ ادارې ويلي، امريکا ممکن يو ځل بيا پرې خپلې تعرفې ټيټې کړي، خو د امريکا د سوداګرۍ استازي څو ورځې دمخه خبريالانو ته ویلي، چې د امريکا د تعرفو د نوي پړاو نسبي تګلاره ټاکل شوې او نور دې دا تمه نه لري چې دغه تعرفې به یې په نږدې راتلونکې کې بيا ټيټې شي.

د عامو خلکو نظريه هنداره ده. د تايوان وروستۍ نظر پوښتنه ښيي چې د لای چينګده پر واکمنېدو د عامو خلکو د خوښۍ کچه د جون له ۴۴.۷ سلنې نه د جولای ۳۴.۶ سلنې ته ښکته شوې او نوی ټيټ ريکاډ يې جوړ کړی دی او د ناخوښۍ کچه يې له ۴۶.۸ سلنې نه ۵۶.۶ سلنې ته پورته شوې، چې دا بیا بې ساری لوړوالی ښيي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In