په بلخ ولایت کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوې ده. د ناستې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پراختیا او د پانګونې فرصتونو برابرول بلل شوي دي. په دې غونډه کې، چې سیمهییزو چارواکو، سوداګرو او پانګهوالو ګډون کړی و، د دواړو خواوو ترمنځ د بېلابېلو اقتصادي برخو په اړه څو هوکړهلیکونه هم لاسلیک شول.




































