د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند د ملا قدرت کلي کې د پاکو اوبو رسونې د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کليو او پراختيا رياست مسوولین وايي، چې ياده شبکه باندې ۷،۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې ۱۵۲ کورنیو ته به پاکې اوبه برابرې شي. د مسوولینو په خبره، چې د يادې شبکې د جوړولو لګښت د ملګروملتونو د پراختيايي ادارې له لوري ورکول کېږي. تر دې وړاندې د يادې سيمې اوسېدونکو پاکو اوبو ته لاسرسی نهدرلود چې د يادې شبکې په جوړېدو سره به پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.




































